یو شپېتمه برخه (Episode 61)

د جمعې له لمانځه وروسته د کلیوال د جومات مخې ته راټول دي چې د یوې مرموزې چاودنې غږ اورېدل کېږي. د همدې چاودنې له غږه په کور کې دننه زرلښته بې هوښه کېږي خو د ماما وړه لور یې غواړي د چاودنې ځای وګوري. د کلي ټول سړي د ډینمو خونې ته ټولېږي او سلطان  ته جوتېږي چې غږ د کومې بمي چاودنې نه بلکې د ډینمو په خونه کې د پرتې ګیس ډبې د چاودنې غږ وو. په همدې ماښام چې سلطان د ډینمو لارښودونه ګوري، لور یې زهرا ترې غواړي چې هغې ته یې په لوړ غږ ولولي.

Post your comment

شپېتمه برخه (Episode 60)

په لومړۍ برخه کې ګل پری د زرلښتې د لور مبارکۍ ته راغلې او جمیل پر خپل لور د عقیقې پسه حلالوي. د اکرم خان او حلیمې د نکاح په مراسمو کې ټول خلک سولې او ورورولۍ ته را بولي. بلخواه حلیمه په هغې پسې د ورا د راتلو په اوریدو حیرانیږی ځکه هغې نه غوښتل لوی واده ورته ونیسي او په وروستۍ صحنه کې سلطان اود هغه ښځه د جمیل او زرلښتی د لور مبارکی ته ورغلي دي.

Post your comment

نه پنځوسمه برخه (Episode 59)

پدې برخه اکرم خان خبریږي چې حلیمه هغه پټی په مهر کې غواړي کوم چې هغه خپلې مړې میر منې ته ورپه نامه کړی وو. ګل پری له هاجرې نه مرسته غواړي چې د حلیمې کورته ورسره لاړه شي او ورته ووایې چې حلیمه له هغه پټي تیره شي.  بلخواه زرلښته ولادي ناروغه ده او د دوی په کلي کې کلینیک هم نشته  او حلیمه پدې خبره خوشحاله  ده چې اکرم خان د خپلې مړې میرمنې  پر حق سترګې نه پټوی.

Post your comment

اته پنځوسمه برخه (Episode 58)

د ډرامه پدې برخه کې حلیمه د اکرام خان سره نکاح ته پدې شرط راضي کیږي چي د هغې اوسنې جایداد د هغې  خپل پاتي شي او په مهر کې هم هغه پټي چې د دې پټیو او باغ ته نژدې دي ورکړل شي.

جمیل ته هم د کرنې په ریاست کې وظیفه پیدا شوې. بلخواه شفیقه او نوریه خبرې شوي چې حلیمه نکاح ته رضا شوې او خدایداد نه غواړي د سلطان له کوره د خپل پلار اکرم خان او حلیمې د کوژدې دستمال پورته کړي.

Post your comment

اوه پنځوسمه برخه (Episode 57)

د ډرامې پدې برخه ماشومانو د اختر په خوشالۍ  کلی په پټاقیو پر سر اخیستی خو دا کار د خدایداد دی ،  حلیمه په خپل کور کې نشته، پدې خبره اکرم خان خواشینی دی چې هسې نه حلیمه د خپل ورور کره د ریښتیا تلې وي بلخواه جمیل کوښښ کوي چې زرلښته خوشاله کې ځکه چې اختر د خپګانونو ورځې نه دي او حلیمه نه هم  رو ګودر ورک دی چې د اکرم خان سره نکاح وکړي که نه ؟

Post your comment

شپږ پنځوسمه برخه (Episode 56)

په  شپږ پنځوسمه ډرامه کې اکرم خان د ګل پري او خدایداد له خولې خبریږي چې حلیمه د ده سره نکاح نه انکار کوي. جمیل هم د دې خبرې مخالف دی چې که حلیمه د اکرم خان سره نکاح ته رضایت نلري نو څوک زور نشي ورباندې کولی. بلخواه حلیمه ځکه غوسه ده چې خدایداد او ګل پري د اکرم خان د غوسې ډکې خبرې ورته راوړي او د کلي ښځي هم د زرلښتې سره همدردي کوي چې مور یې حلیمه له سختو خبرو سره مخ ده.

Post your comment

پنځه پنځوسمه برخه (Episode 55)

د ډرامې پدې برخه کې اورو چې ملک نواب او هاجره دسلطان کورته تللي چې د حلیمې او اکرم خان د نکاح مشوره وکړي. ګل پري په ګودر کې خبریږي چې هاجره غواړي د حلیمې سلا واخلي چي د اکرم خان سره نکاح کوي؟ بلخواه د کلي ښځي انديښمنې دي چې حلیمه یې ولي تر اوسه نا خبره پريښي او  حلیمه او زرلښته د هاجرې له خبرې حیرانېږي چې دوی غواړي هغه د اکرم خان سره واده وکړي.

Post your comment

څلور پنځوسمه برخه (Episode 54)

د ډرامې پدې برخه کې ګل پري انډیښمنه ده چې که یې خسر اکرم خان واده وکړي نو د دې کور به شریک شي. ملک نواب له هاجرې غواړي چې له سلطان سره د حلیمي په اړه خبرې وکړي بلخواه ګل پري غواړي د خدایداد نه خبرې واخلي چې پلار یې اکرم خان ریښتیا دویم واده کوي او اکرم خان هم د ملک نواب دا خبره  حیرانوي چې غواړي د هغه کونډه ورینداره  حلیمه ورته نکاح کړي.

Post your comment

درې پنځوسمه برخه (Episode 53)

د ډرامي پدې برخه کې اکرم خان دوهم واده ته څه ناڅه رازي کیږي خو دا اندیښنه هم لري چې د ده به څوک واده وکړي. جمیل هم دا نه خوښوي چې په واسطه او غیر قانوني ډول مقرر شي. بلخواه هاجره داسې فکر کوي چې ملک نواب غواړي ددې خور حلیمه خپل لیوره اکرم خان ته نکاح کړي او مهمه خبره دا ده چې شفیقه د خپل خاوند دلاور خان نه غوږیدلې چې ښایی حلیمه اکرم خان ته وغواړي.

Post your comment

دوه پنځوسمه برخه (Episode 52)

د یو کلي زرغږونه ډرامې په دوه پنځوسمه برخه کې  زرلښته د خپلې مور حلیمې له خولې خبریږي چې ګل پري ورسره تنده رویه کړې. ملک نواب او دلاور غواړي اکرم خان دوهم واده ته راضي کړي. بلخواه په ټولګي کې زرلښته د نفقې په اړه مالومات ورکوي او په پای کې له ګل پري نه هم سخته ګیله کوي. په وروستۍ صحنه کې دلاور غواړي  جمیل په غیر قانوني ډول مقرر کړي خو نه بریالی کیږي.

Post your comment

یو پنځوسمه برخه (Episode 51)

د ډرامي په یو پنځوسمه برخه کې اکرم خان ډیر خواشینی دی ځکه چې په کليکې د ښونځي جوړول یې د مړې میرمنې لوی ارمان وو،او دی فکر کوي، چې ددغه ارمان ترسره کېدا به یې ورته تل خپله مېرمن وریادوي. حلیمه په دې خپه ده چې ولې ورته ګل پري یوه پیړه وړه په تاوده تناره پورې نه کړل، خو بلخوا نواب هاجرې ته د اکرم خان د واده خبره کوي، ددې ټولو ترڅنګ ځوانان هم حیران دي‌چې دلاور څنګه ښه سړی شو چې اوس جمیل ته کار لټوي.

Post your comment

پنځوسمه برخه (Episode 50)

په دې ډرامه کې اورو چې د کلي ځوانان د دواړوکلیو ترمنځ د تاوتریخوالي د راکمولو لپاره له ملا امامه مرسته غواړي، خو د ټاکنو بریالی او ناکام کاندید دواړو هم دې ته پیڅې رابډوهلې دي چې د کلیو ترمنځ یو والی ټینګ کړي، بلخوا د کلي ښځې ماته نه مني او د نجونو د مکتب د جوړولو لپاره د خپلو هڅو او کوششونو د ترسره کولو هوډ‌کوي، خو اکرم خان هغه وخت په غوسه له جرګې پخې سپکوي، کله چې د نجونو د ښوونځي د ملاتړ لپاره د جرګې ګډون وال نږدې په  اتفاق خپل لاسونه جګوي.

Post your comment

نه څلوېښتمه برخه (Episode 49)

د ډرامې په دې برخه کې اورو چې:  اسلم د پورې کلي شپون په خپلو نږدې غونډیو کې د مېړو څرولو ته نه پرېږدي، بلخوا د فټبال ملګري پرېکړه کوي چې مشران وهڅوي، ترڅو د بند او سړک له رغولو تېرشي او د یوه مکتب پر جوړولو سلا وکړي، ددې ترڅنګه جمیل اکرم خان سره په مجلس کې د مکتب دجوړولو خبره شریکوي، اکرم خان یې سکوټ مخالفت کوي. ددې ټولو سره،سره ښځې دې ته ملاوې تړي چې خپل نارینه به د نجونو دمکتب جوړولو ته هڅوي.

Post your comment

اته څلوېښتمه برخه (Episode 48)

د یو کلي زرغږونه ډرامې په ۴۸ مه برخه کې اورو چې د اکرم خان او د کلي مشران د ملک ستار کلي ته ورغلي، او هغوی هڅوي چې د دوی سره په سلا داسې پروژې وټاکي چې د خلکو لپاره لومړیتوب لري، هغوی دا خبره نه مني، همدارنګه د دواړو کلیو ځوانان هم ، اندېښنه ښکاره کوي‌، هسې نه چې دپروژوستونزه لکه د تېر په څېر شخړو ته ووځي، په پای کې دوی په دې سلا کېږي چې مشرانو ته مشوره ورکړي‌ چې دا ستونزه هم داسې حل کړي لکه دوی چې د ټیم د مشر د ټاکلو ستونزه په سوله ییز ډول حل کړې وه، خو مشران دا خبره نه مني او وايي د کلیو ترمنځ شخړې د ماشومانو د لوبو شخړې نه دي. بلخوا زرلښته جمیل  په کلي کې دنجونو د ښوونځي د جوړولو فرمایش جمیل ته ورکوي ، او هغه فکر کوي‌ چې د ښوونځي جوړول د کلیو ترمنځ د شخړې مخه هم نیولی شي.

Post your comment

اوه څلوېښتمه برخه (Episode 47)

د ډرامې په لمړۍ صحنه کې اورو چې  ځوانان له هغې پریکړې خوښ ندي چې مشرانو د ضیاالدین په حق کې کړې.

په دوهمه صحنه کې اورو چې د وکیل اکرام الله ملګري د پورې کلي د سړک اندازې او لګښت مالومولو ته راغلي.

دریمه صحنه کې نواب له اکرم خان سره وایی کله چې مونږ کوم کاندید ته رای نه وي ورکړي نو له هغه به د کار تمه هم نه کوو.

څلورمه صحنه کي  نوریه پدې خوښه ده چې کامیابه شوی وکیل یې د پلرګنۍ له کلي دی او د دې د خوښې وړ کاندید هم وو.

Post your comment

شپږ څلوېښتمه برخه (Episode 46)

د ډرامې په دې برخه کې اور چی: د کلي ځوانان په انتخاباتو پسې د درغلۍ خپروونکي سره ویني، او هغه پيژني چې د سعید د کمپاین غړی دی، بلخوا هاشم خان غوسه دی، چې دی به تور لګوونکی بې سزا پرې نږدي، ورسره مشرانو همدا اوازه خپروونکی ضاالدین راغوښتی، د اوازې خپرولو وجه ترې پوښتي او جزا ورته ټاکي،او دې کار دلاور دومره خوشاله او مغرورکړی چې فکر کوي‌نور د واک څښتن دی او باید له کلیوالو د اوبو ویاله یوځل بیاراستنه کړي، خو د هغه مېرمن شفیقه یې نه پرېږدي چې اوبه واړوي.


Post your comment

پنځه څلوېښتمه برخه (Episode 45)

په لمړۍ صحنه کې اکرم خان او ملک ستار دواړه پدې باور چې د رایو د صندوقونو بدلول تشه آوازه ده ځکه د دوی په کليو کې داسې کوم څه ندي شوي.

په دوهمه صحنه کې زرلښته او مور یې حلیمه اندیښمنې دي چې ملک نواب هم پر جمیل نیوکه کړې او هغه ګرم ګڼي .

دریمه صحنه کې ذوالفقار او ملګري یې د جمیل دوی کلي ته راروان دي چې هغه ته دا زیرې ورکړي چې د آوازې خپرونکی سړی یې موندلی

څلورمه صحنه کې دلاورخان خپل زوی اسلم په جمیل دوی پسې چغولي ته لیږي .

 

Post your comment

څلور څلوېښتمه برخه (Episode 44)

په لمړۍ صحنه کې جمیل د مشورې لپاره د سعید دفتر ته راځي .

 په دوهمه صحنه کې دلاورخان او نعیم ګاونډي کلي ته ملک ستار ته د هغه کلي له ځوانانو نه په شکایت راغلي .ځکه چې دوی پدې باور دي چې د درغلۍ خبره په هاشم خان پسې د همدې کلي ځوانانو کړې خو ملک ستاریې پر خبرو  باور نلري .

دریمه صحنه کې د رایو د صندوقونو د بدلولو خبرې د کلي د ښځو تر منځ هم خړپړ والی رامنځته کړی او شفیقه لا هم مروره ده .

او په څلورمه صحنه کې نواب خپل زوی جمیل ته غوسه دی چې دی ولي په سیاسي خبرو کې دومره ځان ښکیلوي او ښایي خلک بې څه پر جمیل شک ونکړي .

Post your comment

درې څلوېښتمه برخه (Episode 43)

په لمړۍ صحنه کې د کلي ښځې غوږیدلي چې د هاشم خان کسان په بر کلي کی د رایو صندوقونه بدل کړي خو دا خبره پر شفیقې بده لګږي .

په دوهمه صحنه کې جمیل او نور ځوانان ځکه اندیښمن دي چې ښایي د هاشم خان کسانو د رای صندوقو نه بدل کړي وي او دوی غواړي لاس په کار شي ،خدایداد وایي چې دا خبره لمړی باید له دلاور خان سره وشي .

په دریمه صحنه کې جمیل او نور ځوانان د دلاور کور ته ورځي او د یادې درغلۍ خبره ورته کوي خو دلاور دير غوسه کیږي او دا خبره ردوي .

په څلورمه صحنه کې د رایو د صندوقونو د بدلیدو موضوع جمیل او ملګري یې دې ته مجبچېوره کړي  بر کلي ته لاړ شي دا خبره له ذوالفقار دوی سره شریکه کړي خو له دې موضوع هغوی ندي بیا د خبرې د سپیناوي لپاره غواړي د سعید مشوره له ځان سره ولري.

Post your comment

دوه څلوېښتمه برخه (Episode 42)

درنو اوریدنکو  د ډرامې په لمړۍ برخه کې اورو چې خدایداد ډیر خوښ دی ځکه چې هغه داسې یو خط تر لاسه کړی چې په هغه کې سعید ګټونکې اعلان شوی  خو جمیل ورته وایې چې د انتخاباتو پایلې پدې ډول او داسې ژر نه اعلانیږي.

په دوهمه صحنه کې اورو چې نوریه داسې انګیري چې  زرلښتې او نورو خورلڼو یې د انتخاباتو په ورځ دا ځکه  د رایو مرکز ته  له ځان سره بونتله چې دې غوښتل هاشم خان ته رای ورکړي

دریمه صحنه کې سعید او جمیل اندیښمن دي چې که په انتخاباتو کې درغلي شوې وي او یا  وشي د دوی خواري به بې ځایه شي . خو داود د جمیل ملګری چې د انتخاباتو له مستقل کمیسیون سره کار کوي دوې ته ډاډ ورکوي چې په انتخاباتو کې د هیڅ ډول درغلۍ امکان نشته

او په څلورمه صحنه کې اورو چې دلاور پدې خواشینی دی چې ښایی هاشم خان په انتخابات کې ناکامه شي خو هغه دا هم وايي چې که هاشم خان دې ته کلي ګډوډي راولي دی به نه وي ورسره

Post your comment