څلور څلوېښتمه برخه (Episode 44)
په لمړۍ صحنه کې جمیل د مشورې لپاره د سعید دفتر ته راځي .
په دوهمه صحنه کې دلاورخان او نعیم ګاونډي کلي ته ملک ستار ته د هغه کلي له ځوانانو نه په شکایت راغلي .ځکه چې دوی پدې باور دي چې د درغلۍ خبره په هاشم خان پسې د همدې کلي ځوانانو کړې خو ملک ستاریې پر خبرو باور نلري .
دریمه صحنه کې د رایو د صندوقونو د بدلولو خبرې د کلي د ښځو تر منځ هم خړپړ والی رامنځته کړی او شفیقه لا هم مروره ده .
او په څلورمه صحنه کې نواب خپل زوی جمیل ته غوسه دی چې دی ولي په سیاسي خبرو کې دومره ځان ښکیلوي او ښایي خلک بې څه پر جمیل شک ونکړي .