پنځوسمه برخه (Episode 50)
په دې ډرامه کې اورو چې د کلي ځوانان د دواړوکلیو ترمنځ د تاوتریخوالي د راکمولو لپاره له ملا امامه مرسته غواړي، خو د ټاکنو بریالی او ناکام کاندید دواړو هم دې ته پیڅې رابډوهلې دي چې د کلیو ترمنځ یو والی ټینګ کړي، بلخوا د کلي ښځې ماته نه مني او د نجونو د مکتب د جوړولو لپاره د خپلو هڅو او کوششونو د ترسره کولو هوډکوي، خو اکرم خان هغه وخت په غوسه له جرګې پخې سپکوي، کله چې د نجونو د ښوونځي د ملاتړ لپاره د جرګې ګډون وال نږدې په اتفاق خپل لاسونه جګوي.