پنځه پنځوسمه برخه (Episode 55)
د ډرامې پدې برخه کې اورو چې ملک نواب او هاجره دسلطان کورته تللي چې د حلیمې او اکرم خان د نکاح مشوره وکړي. ګل پري په ګودر کې خبریږي چې هاجره غواړي د حلیمې سلا واخلي چي د اکرم خان سره نکاح کوي؟ بلخواه د کلي ښځي انديښمنې دي چې حلیمه یې ولي تر اوسه نا خبره پريښي او حلیمه او زرلښته د هاجرې له خبرې حیرانېږي چې دوی غواړي هغه د اکرم خان سره واده وکړي.