دوه څلوېښتمه برخه (Episode 42)
درنو اوریدنکو د ډرامې په لمړۍ برخه کې اورو چې خدایداد ډیر خوښ دی ځکه چې هغه داسې یو خط تر لاسه کړی چې په هغه کې سعید ګټونکې اعلان شوی خو جمیل ورته وایې چې د انتخاباتو پایلې پدې ډول او داسې ژر نه اعلانیږي.
په دوهمه صحنه کې اورو چې نوریه داسې انګیري چې زرلښتې او نورو خورلڼو یې د انتخاباتو په ورځ دا ځکه د رایو مرکز ته له ځان سره بونتله چې دې غوښتل هاشم خان ته رای ورکړي
دریمه صحنه کې سعید او جمیل اندیښمن دي چې که په انتخاباتو کې درغلي شوې وي او یا وشي د دوی خواري به بې ځایه شي . خو داود د جمیل ملګری چې د انتخاباتو له مستقل کمیسیون سره کار کوي دوې ته ډاډ ورکوي چې په انتخاباتو کې د هیڅ ډول درغلۍ امکان نشته
او په څلورمه صحنه کې اورو چې دلاور پدې خواشینی دی چې ښایی هاشم خان په انتخابات کې ناکامه شي خو هغه دا هم وايي چې که هاشم خان دې ته کلي ګډوډي راولي دی به نه وي ورسره