اته څلوېښتمه برخه (Episode 48)
د یو کلي زرغږونه ډرامې په ۴۸ مه برخه کې اورو چې د اکرم خان او د کلي مشران د ملک ستار کلي ته ورغلي، او هغوی هڅوي چې د دوی سره په سلا داسې پروژې وټاکي چې د خلکو لپاره لومړیتوب لري، هغوی دا خبره نه مني، همدارنګه د دواړو کلیو ځوانان هم ، اندېښنه ښکاره کوي، هسې نه چې دپروژوستونزه لکه د تېر په څېر شخړو ته ووځي، په پای کې دوی په دې سلا کېږي چې مشرانو ته مشوره ورکړي چې دا ستونزه هم داسې حل کړي لکه دوی چې د ټیم د مشر د ټاکلو ستونزه په سوله ییز ډول حل کړې وه، خو مشران دا خبره نه مني او وايي د کلیو ترمنځ شخړې د ماشومانو د لوبو شخړې نه دي. بلخوا زرلښته جمیل په کلي کې دنجونو د ښوونځي د جوړولو فرمایش جمیل ته ورکوي ، او هغه فکر کوي چې د ښوونځي جوړول د کلیو ترمنځ د شخړې مخه هم نیولی شي.