کلی او کرکترونه

د کلي په اړه:

دا کلی په یوه داسې دره کې پروت دی،چې ښي اوکيڼ لوري ته یې دغونډيو سلسلو ادامه پیداکړې. دکلي جنوب لورې ته نږدې په ۱۰۰ کیلومتره واتڼ کې په واورود پټ ،سپين غره څوکې ښکاري.له غره څخه یو یاغي خوړ(کم عرضه سیند) سرچینه نیولې او دغونډيو په مینځ کې پرته دره يې په دوه وو کلیو وېشلې ده.د داوړو کلیو ځمکې دیاغي خوړ له سیلابونو څخه په امن کې نه دي،ځینې وخت کلیوال هم

دلرګیونیولو پرمهال ددې خوړ قرباني کېږي.

ددې کلی د زراعتي ځمکې پراخوالی نږدې سل جریبه دی،همدارنګه ټول کلی ۸۰۰ طول او ۵۰۰ عرض لري.

دظاهرشاه په حکومت کې دلته د وګړوشمېرنسبتأ کم و،دخلکو ژوند ډېرابتدايي و،چا له یو یا دوه جوړه نه اضافه جامې نه لرلې،په عمومي توګه دخلکو خوراک دجوارو ډوډۍ،شوتلې،غټې ورېژې،قورت او د ژمي دپسونو غوښې وې.دغنمو،جوارو،اوربشو اوځینو نورو تخمونو څخه پرته کلیوال له زیاتو تخمونو سره نه و اشنا. دکار زمینه نه وه،د اړتیا په وخت کې خلکو خپلې ځمکې ګرو او پلورلې.دغونډۍ په څنډه کې دسړک په غاړه یو ابندايي ښوونځی و،خلکو له تعلیم سره ډېره علاقه نه لرله،عسکرو به په زور غیرحاضر زده کوونکي ښوونځي ته بیول.کله کله به ځوانانو پیسې سپما کولې او کابل ته به د آزادۍ دجشن نندارو ته تلل.دخلکوترمینځ مینه او ارتباط زیات و،تل به يې بنډارونه جوړول او ورځې شپې به يې سباکولې.

دسردار محمد دواؤد خان په واسطه دجمهوري نظام په راتلو سره کلي یو څه پرمختګ وکړ، ددولت لخو اصلاح شوي ډول ډول تخمونه اوکیمیاوي سرې توزیع شوې،له کلي څخه بهرکلیوالو ته په زراعتي پروژو کې دکار زمینه برابره شوه،دسلطان د ترونو (کاکاګانو) په څیر یوشمیر غریبوکلیوالو ته په زراعتي پروژو کې وړیا ځمکې هم ورکړل شوې.همدارنګه دملکي اونظامي زده کړو لپاره یوشمېر ځوانان بهرملکونو ته واستل شول.

دنور محمد تره کي اوحفیظ الله امین داقتدار په وخت کې له بډای خلکوڅخه ځمکې واخیستل شوې او نادارو خلکوته توزیع شوې،چې په دې کارسره دکلیوالوترمینځ شخړې آن دمجاهدینو تردولت پورې وغځېدې.دکمونیستي رژیم څخه ډېرو کلیوالو کرکه لرله،په پټ او چریکي ډول يې حکومت ته صدمې رسولې،حکومت به چې څوک ونیو فورأ به يې واژه اویابه يې دهغه مړی او ژوندی ورکاوه،دخلکو حساسیت نورهم زیات شو اومقاومت ته يې ادامه ورکړه،حکومت دخلکو کورنه بمبارکړل،یوشمیر کلیوال ګاونډیو هیوادونو ته مهاجرشول او یوه ډله دافغانستان نورو سیموته وکوچېدل.

دشوروي اتحاد دپوځیانوپه راتلوسره کلیوالو دخاورې دحفاظت په خاطر په ښکاره ډول جهاد پیل کړ، چې ځیني کلیوال په شهادت ورسېدل اویوشمېرمعلول پاتې شول.

دسپېڅلي جهاد له بریالتوب وروسته کلیوال له ګاونډیو ملکونوڅخه بېرته خپل کلي ته راستانه شول، یوه کورنۍ په څو کوچنیو کورنیو بدلې شوې وه،پخوانۍ کنډوالې يې ابادې کړې او له سره يې بېرته عادي ژوند پیل کړ.دهجرت ژوند په کلیوالو کې مثبت بدلون راوستی و،خلکو په ګاونډیو ملکونو کې له زده کړې سره سره ډول ډول کسبونه هم زده کړي وو.

دخپل منځي جنګ په وخت کې کلیوال ډېر وځورېدل،دچا ترمینځ به چې خبره ترخه شوه،نوپه وسله والو ډلو کې به يې ګډون وکړ او له هغوی نه په ګټې اخیستنې سره به یې مقابل لورې وځپاوه. دخلکوناموس او ژوند نه وخوندي،کم عمره پیغلې به په جبر پوښ عمره کسانوته ودېدلې.

دطالبانو په راتلوسره کلیوال د وسله والو له شرڅخه په امن کې شول.خوکلی له وچکالۍ سره مخ شو، خلک غریب شول،دځنګله ونې يې ووهلې اودیاغي خوړ سیلابونو زیاته برخه زراعتي ځمکه دخوړپه کاڼو بدله کړه.دتعلیمي وضیعت دکمزورتیا له او دکار دنه شتون له امله ځینې کلیوال یوځل بیاګاونډیو او بهرنیو هېوادونو ته په مختلفو طریقو مهاجرشول.

د اوسني حکومت په راتلوسره دې ځینې هغه کورنۍ چې دېرش کاله مخکې مهاجرشوي وو،بېرته راستنې شوې، اوس دا کلی په پخوانۍ بڼه نه دی پاتې،خلک يې دښار داوسېدونکوپه څېرله ټکنالوجیکي وسایلوڅخه کار اخلي.

په کلي کې مهمې پیښې:

۱: یو کال سیلاب د خلکو د ځمکو سره سره شپږکسان له ځانه سره یوړل.

۲: د روسانو په وخت کې ددې کلي دوه درې کورونه بمبارشوي.

۳: د خپل منځي جنګونو په وخت کې جابرخان په زور یوه شپاړس کلنه نجلۍ ځان ته په نکاح کړه.

۴: دطالبانو په وخت کې کلی له سختې وچکالۍ سره مخ شو،په همدې وخت د اوبو په سرجنجالونه وشول او دوه کسان پکې ټپي شول.

صنوبرخان ددې کلي پخوانی مخور او معزز سپین ږیری و،له جابرخان څخه وروسته دویم کس و چې په کلي کې يې ډېره ځمکه لرله،کلیوال اوس هم دهغه دسخاوت او دیندارۍ کیسې کوي.

دتره کي دولت له هغه نه ډار احساساوه او کور يې ورته بمبارکړ. خو دهغه کورنۍ ته کوم ځاني تاوان ورته ونه رسېد او له خپلې میرمني او دوه زامنو،یعنې اکرم خان، بهرام خان (د زرلښتې پلار) او نګور (ګل پري) سره ګاونډي هیواد ته مهاجر شو.

هغه مهال(له نن څخه ۳۳ کاله مخکې) مهال اکرم خان ۲۰ کلن او زوي يې (خدایداد) دوه کلن و. د زرلښتيې پلار(بهرام خان )۱۰ کلن و.څلور کاله وروسته صنوبرخان مړشو،بهرام خان دپلار له مرګ نه شپږ کاله بعد له نازو سره واده وکړ. ،یو کال وروسته زرلښته پیدا شوه،مجاهدین بریالي شوي و اکرم خان او بهرام خان خپل وطن ته راغلل،دوی په کلي کې پینځه کاله ژوند وکړ،دطالبانوپه راتلو سره صنوبرغوښتل چې دکار او دلور دتعلیم لپاره بیرته مهاجرشي. جابرخان له هغه سره جنجال وکړ،بالاخره يې ځمکه ورسره ووېشله،بهرام خان خپله ځمکه د ملنګ او مسافرته په نیمايي ورکړه ،مهاجرشو او په ګاونډي هیواد کې له سلطان سره نږدې اوسېده،کله کله به له لور او نازو سره کلي ته راته او خپله ځمکه به يې له نظره تېروله.زرلښتې ښوونځی شپږم ټولګي ته رسولی و چې صنوبرخان په ترافیکي حادثه کې ژوند له لاسه ورکړی،نازو او زرلښته بیا هم تریوکال پورې مهاجرو، زرلښتې ښوونځی پريښی و او دخیاطۍ کسب يې تازه زده کاوه،چې اکرم خان ورغی،دواړه يې خپل کور ته راوستل.

 د کرکټرونو په اړه: 

 اکرم خان:

نږدې ۵۰ کاله عمرلري،سرتمبه اوجنجالي سړی دی،خپل هرنظرورته دنورو په نسبت قوي ښکاري،یواځنۍ هیله يې داده چې ډېر جایداد ولري او دکلي ټول واک په خپل لاس کې واخلي.میرمن لري خوپه ډرامه کې رول نه لوبوي.

خدایداد:

 ۳۵ کاله عمرلري،داکرم خان مشراولاد دی،ساده او بې جرته شخص دی،دمشرۍ اوملکۍ شوق نه لري،په دهقانۍ بوخت دی،پلار يې ورته په ورځني ژوند کې دکوم کار او خبرو حق نه ورکوي.میرمن او اولاد لري خوپه ډرامه کې نه ترسترګوکېږي.

حليمه:

۴۵ کلنه کونډه ده،داکرم خان د مړشوي ورور میرمن ده،زوی نه لري،یواځې یوه لور (زرلښته) لري.غم او جګرخونۍ یې پرې ژور تاثیرکړی،خبرې ارامې کوي.

زرلښته:

۲۴ کلنه هوښیاره اوښایسته پېغله ده، دپلار دمرګ اونورو ستونزو له وجې يې په اووم ټولګي کې درس پرېښودی دی،خیاطي،ګلدوزي اوخامک يې زده دی،له همدې لارې یوڅه پیسې پیداکوي.دخدای بښلي پلار په ځمکه ډېره خفه کېږي اوهیله لري چې دنورو کلیوالو په څيرښایسته باغ او کور ولري اودځمکې په اړه خپله تصمیمونه ونیسي.

نواب:

۵۰ کاله عمرلري،اقتصاد يې نسبتأښه دی،یو زوی (جمیل) اویوه میرمن (هاجره) لري.

هاجره:

د حليمه ۴۰ کلنه خور ده،چالاکه اوزیرکه ښځه ده،یواځنۍ هیله يې داده چې زرلښته خپل زوی (جمیل) ته واده کړي.

جمیل

۲۵ کلن هوښیار اوتکړه زلمی دی،تازه له زراعت پوهنځي څخه فارغ شوی،په نالوستو اوبې کاره کلیوالو يې زړه درد کوي،یواځنۍ هیله يې داده چې خپل کلی پرمختللی اوله لانجوڅخه پاک وویني،له کلي سره بې کچې مینه لري،ځکه خوپه ښارکې وظیفه اخیستل هم خوند نه ورکوي.

سلطان:

د هاجری او حليمی ۴۰ کلن ورور دی،حلیم او زړه سواندی شخصیت دی،جنګ اولانجې نه خوښوي،دخلکو سختې خبرې په زړه تیروي.ژر نه احساساتي کېږي.صابراوباحوصله شخصیت دی.