یو کلی زر غږونه یوه لس دقیقه ییزه راډیويي ډرامه ده چې د دوشنبې او جمعې په ورځو له ازدۍ راډیو څخه د 100.5 FM او AM 1296څپو خپرېږي. پښتو برخه یې د دوشنبې په ورځ د مازدیګر ۴:۳۳ بجې او تکرار یې د ژوندي بحث سره د جمعې په ورځ د سهار ۸:۳۳ بجې خپریږي. دا ډرامه په لویه کې د افغانې ټولنې د ژوند هنداره ده، خو په ځانګړي ډول په ټولنه کې د ځوانانو پر ونډه او رول څرخيږي. په دې ډرامه کې ژوند چټک حرکت کوي، حالتونه پکښې شېبه په شېبه بدلېږي، هرکرکټر یې ځانته یوه دنیا لري، زورور یې اوبه پورته بیایې او غواړي په زور کلي وکړي، خو کمزوري یې هم لاس ترزنې نه کښېنې، او خپل کم زور په لوړه کچه کاروي. څوک مینه کوي او څوک د ځان د پرمختګ لپاره نه ستړي کېدونکې هلې ځلې.
په لومړی خپراوي کې به یوازې ډرامه وي، او په دویم ځل خپرېدو کې به د شلو دقیقو لپاره یو ژوندی بحث هم لري چې تاسو درانه اورېدونکي پکې د غږیزو پیغامونو، لنډو لیکلو پیغامونو، او فیسبوک او ټویټر له لارې برخه اخیستلی شئ. په ټویټر کې مونږ د @ghagoona په نامه او په فیسبوک کې مو د یو کلی زر غږونه په نامه پیداکولی شئ. همدارنګه زمونږ د پیغام ثبتونکې ماشین شمیره ۰۷۹۶۰۶۱۰۶۱ ده. تاسو کولی شئ خپل د اتصالات تیلفون څخه مونږ ته په ۸۱۸ شمیره په وړیا توګه لنډلیکی پیغام راولیږئ.
ستاسو برخه اخیستنه به تر ډېره د ډرامې د کیسې د بشپړولو لپاره وي، او له نظرونو به مو د ډرامې د کیسې په غزولو کې ګټه اخیستل کېږي.