خبرونه او بیلاګونه

له کوم ځایه مو زنګ وهلی؟

هره دوشنبه د ډرامې په پای کې له تاسو یوه پوښتنه کېږي، چې د ډرامې په هکله مو نظر واخیستل شي، تاسو کولی شئ چې زمونږ د پوښتنې د ځوابولو په موخه راته زنګ ووهئ، او یا لیکلی پیغام راواستوئ، د فیسبوک او ټوېټر له لارې هم راسره خپل نظرونه شریکولی شئ. کله چې تاسو اړیکه ونیسئ او خپل ځای په نښه نه کړئ، مونږ درته بېرته زنګ وهو، چې مننه درنه وکړو، او وپوښتو چې له کوم ځایه مو اړیکه نیولې.

دا نقشه هغه ځایونه را ښيي چې مونږ ته ترې زنګونه راغلي دي، د نقشې په کومه برخه کې چې سور ټکی څومره لوی وي، مانا یې داده چې له دغې سیمې دغومره ډېرې اړیکې نیول شوې دي، دا نقشه راښيي چې مونږ ته ډېر زنګونه د افغانستان له جنوب او شرق نه راغلي دي. نو؛ د شمال او لوېدیځ له اورېدونکو په ځانګړي ډول هیله کوو چې مونږ ته زنګ ووهئ او خپل نظر راسره شریک کړئ.