هره دوشنبه د ډرامې په پای کې له تاسو یوه پوښتنه کېږي، چې د ډرامې په هکله مو نظر واخیستل شي. د جمعی په ورځ بیا په آزادۍ راډیو کې زمونږ ژوندی بحث خپريږي. په دې بحث کې د بېلابېلو موضوع ګانو په هکله خبرې او اترې کېږي. د اونۍ پوښتنې او د ژوندي بحث موضوع ګانې لاندې ولولئ.
دوه شپېتمه برخه:
د دې اونۍ پوښتنه:
د دې اونۍ ژوندی بحث:
یو شپېتمه برخه:
د دې اونۍ پوښتنه: درنو اورېدونکو! ستاسو په فکر ماشومانو ته کیسې کول یا د کیسو کتابونه لوستل څه ګټه لري؟
د دې اونۍ ژوندی بحث:
شپېتمه برخه:
د دې اونۍ پوښتنه: ستاسو په نظر، په ودونو کی دېر لګښت د کومو ستونزو لامل ګیږی؟
د دې اونۍ ژوندی بحث:
نه پنځوسمه برخه:
د دې اونۍ پوښتنه: درنو اورېدونکو! د ښځې له مړینې وروسته دهغې د مهر په مال کې کوم کسان حق لري؟
د دې اونۍ ژوندی بحث:
اته پنځوسمه برخه:
د دې اونۍ پوښتنه: د اکرم خان د کلي مشران په دې خوشاله دي چې په کلي کې یې یوې کونډې ته په خپله خوښه د نکاح کولو حق ورکړل شوی. ستاسو په کلي کې له کونډو سره د نکاح کولو په اړه څه ډول چلند کېږي؟
د دې اونۍ ژوندی بحث:
اوه پنځوسمه برخه:
د دې اونۍ پوښتنه: د ډرامې په تیره برخه کې حلیمې وویل چې “که اکرم خان په دې خفه دی چې زه په کور کې یوازې یم نو غم دې نه کوي، زه نوره د خپل ورور کورته ځم.” نو که حلیمه د خپل ورور کورته په همدې نیت تلې وي دا به یې د راتلونکي لپاره ګټور کار وي او که څنګه؟
د دې اونۍ ژوندی بحث:
شپږ پنځوسمه برخه:
د دې اونۍ پوښتنه: دا دحلیمې حق دی چې په خپله خوښه نکاح وکړي؛ ستاسو په فکر له هغې سره ددې حق په ترلاسه کولو کې څوک مرسته کولی شي؟
د دې اونۍ ژوندی بحث:
پنځه پنځوسمه برخه:
د دې اونۍ پوښتنه: په ډرامه کې مو واورېدل چې زرلښته د خپلې مور حلیمې د نکاح په موضوع خبره شوه، ستاسو په فکر هغه به مور ته څه سلا ورکړي، چې نکاح وکړي او که نه؟
د دې اونۍ ژوندی بحث:
څلور پنځوسمه برخه:
د دې اونۍ پوښتنه: عزتمنو اوریدونکو! په ډرامه کې مو واوریده چې ملک نواب له خپلې میرمنې غواړي چې له سلطان سره د دوی دکونډې خور حلیمې د واده په اړه خبرې وکړي. تاسو څه فکر کوﺉ دا سمه خبره ده چې حلیمې د ورور سره خبرې وشي؟
د دې اونۍ ژوندی بحث:
درې پنځوسمه برخه:
د دې اونۍ پوښتینه: درنو اوریدونکو! که نواب غواړي چې حلیمه د هغې لیوره اکرام خان ته نکاح شي نو ستاسو په فکر دابه سمه فیصله وي او که ناسمه؟
د دې اونۍ ژوندی بحث:
دوه پنځوسمه برخه:
د دې اونۍ پوښتنه: په ډرامه کې مو واورېدل چې دلاور له یو دولتي مامور نه غیر قانوني غوښتنه لري. ستاسو په فکر د قانون ساتنه یوازې د دولتي خلکو وظیفه ده او که ولس هم باید د قانون احترام وکړي او ځان پرې خبر کړي؟
د دې اونۍ ژوندی بحث:
یو پنځوسمه برخه:
د دې اونۍ پوښتنه: څه فکرکوئ د نکاح لپاره د دواړو اړخونو یانې سړي او ښځې رضایت ضروري دی او که نه ؟
د دې اونۍ ژوندی بحث:
پنځوسمه برخه:
د دې اونۍ پوښتنه: درنو اورېدونکو! د یو کلي زرغږونه ډرامې پنځوسمه برخه درته خپره شوه، که تاسو دا ډرامې اورېدلې وي، د هغه کرکټر نوم راته واخلئ، چې ستاسو ډېر خوښ شوی وي، او یامو ډېر بد ترې راغلي وي. مونږ به هماغه کرکټر درته د جمعې ورځې ژوندي بحث ته راوغواړو، چې تاسو د ټلیفون په کرښه ورسره خبرې وکړئ؟
د دې اونۍ ژوندی بحث:
نه څلوېښتمه برخه:
د دې اونۍ پوښتنه: درنو اورېدونکو! ستاسو په نظر ښځې کولې شي، د هغو ټکرونو په حل کې مرسته وکړي چې له انتخاباتو زېږېدلي دي؟
د دې اونۍ ژوندی بحث:
اته څلوېښتمه برخه:
د دې اونۍ پوښتنه: که تاسو له خپلو وکیلانوغواړئ چې سیمې ته مو پرمختیایی کارونه وکړئ نو خپل ضرورتونه څنګه ټاکئ؟
د دې اونۍ ژوندی بحث:
اوه څلوېښتمه برخه:
د دې اونۍ پوښتنه: نودرنو اورېدونکو! که یوه کاندید ته تاسو رایه نه وي ورکړي، او بریالی شي، تاسو یې خپل مشرګڼئ او که نه؟
د دې اونۍ ژوندی بحث:
شپږ څلوېښتمه برخه:
د دې اونۍ پوښتنه: درنو اورېدونکو! ضیاالدین چې په انتخاباتو پسې د درغلۍ اوازه خپره کړې وه،او یو کاندید د ځینو مشرانو په ملتیا پرېکړه وکړه چې دی به تریوه کاله په سیاست کې برخه نه اخلي، ایا دا پرېکړه سمه ده او ضیاالدین به دا ومني او که نه؟
د دې اونۍ ژوندی بحث:
پنځه څلوېښتمه برخه:
د دې اونۍ پوښتنه: درنو اوریدونکو! اوس چې د انتخاباتي شکایتونو د ثبت وخت پای ته رسېدلی دی، څه فکر کوئ، د ډرامې دواړو کلیو ته ، د خپلو اړیکو ساتل ضروري دي که د تورونو سپیناوي؟
د دې اونۍ ژوندی بحث:
څلور څلوېښتمه برخه:
د دې اونۍ پوښتنه: درنو اوریدونکو زمونو د دې اونۍ پوښتنه دا ده چې ستاسو په سیمه کې د اوازو سپیناوي له کومو لارو کېږي ، اود دې کار به څه ګټه ولري ؟
د دې اونۍ ژوندی بحث:
درې څلوېښتمه برخه:
د دې اونۍ پوښتنه: درنو اوریدونکو ستاسو په نظر د آوازو خپرول که هغه په مبایلونو کې وي او که په سیمه کې ، پر ټولنیز ژوند څه آغیزه لري؟ مونږ به ترټولو دریو غوره کیسو ته ډالۍ ورکړو، او له راډیو به یې درته خپرې کړو؟
د دې اونۍ ژوندی بحث:
دوه څلوېښتمه برخه:
د دې اونۍ پوښتنه: درنو اروېدونکو! ستاسو په نظر د رایو د ورځې په زړه پورې خبره کومه وه چې تاسو ولیده؟ هغه څه چې ډېر مو خوښ شوي وي او یا هغه څه چې درته یوه نوې تجربه وه. ، مونږ به ترټولو غوره دریو کیسو ته ډالۍ ورکړو، او له راډیو به یې درته خپرې کړو
د دې اونۍ ژوندی بحث:
یو څلوېښتمه برخه:
د دې اونۍ پوښتنه: که تاسو اتلس کلن او یا له دې پورته عمر لرئ، نو د رای ورکولو لپاره بایدکوم سند له ځان سره د رایو مرکز ته یوسئ؟
د دې اونۍ ژوندی بحث: د ژوندي بحثونو د لړۍ دا بحث چې له ټاکنو یوازې یوه ورځ مخکې ترسره شو، د یو میلمه د راغوښتلو پرځای یوازې له اورېدونکو سره پکې خبرې وشوې چې دوی څومره د ټاکنو ورځې ته تیار دي. په دې خپرونه کې مو د هېواد له بیلابیلو سیمو ټلېفونونه ترلاسه کړل، او خلکو خپلې تیاریانې شریکې کړې.
څلوېښتمه برخه:
د دې اونۍ پوښتنه: درنو اوریدونکو، تاسې راته د ولسمشرۍ د پنځو کاندیدانو نومونه واخلئ او ډالۍ تر لاسه کړﺉ.
ددې اونۍ ژوندی بحث: په دې خپرونه کې مو میلمه د سمون او بدلون لپاره د ځوانو فعالینو د شبکې غړی، عبادالرحمان رشتین دی او خپرونه په دې څرخېږي چې څنګه د پوهې په بنسټ کاندیدان غوره کړو او رایه ورکړو. ځکه چې ځینې کاندیدان دومره لویې ژمنې کوي چې د هغوی د وس خبره نه وي.
نه دېرشمه برخه:
ددې اونۍ پوښتنه: ښه درنو اورېدونکو، د خپل ولایت د ولایتي شورا د کاندیدانو شمېر راته ووایاست، او که سم ځواب مو راکړ، نو په یوه ښه ډالۍ به مو ونازوم.
ددې اونۍ ژوندی بحث: په دې خپرونه کې مو میلمه محمد اسحاق اتمر دی، او خپرونه تر ډېره په دې غږېږي چې څنګه کولی شو، په ټاکنو کې د کاندیدانو ته د پوهې په بنسټ رایه ورکړو، یانې لومړی خپل کاندید ښه وپېژنو، او بیارایه ورکړو.
اته دېرشمه برخه:
ددې اونۍ پوښتنه: درنو اوریدونکو، که د بې خبر پر ځای تاسو اوسئ څنګه او کوم کاندید ته ښه وایئ او خبرې یې اورﺉ؟ یاد مو وي چې ښه ځواب ویونکي تهبه ښه ډالي ولرو.
ددې اونۍ ژوندی بحث: په دې خپرونه کې مو ښاغلی عاشق الله یعقوب میلمه دی چې د سیاسي چارو کارپوه دی، او خپرونه تر ډېره په دې غږېږي چې په څه ډول کېدای شي عملي او غیر عملي ژمنې وپېژنو، ځکه چې ځینې د ولایتي شورا کاندیدان دومر لویې دعوې کويچې ددوی صلاحیتونه نه دي.
اووه دېرشمه برخه:
ددې اونۍ پوښتنه: د دې ډرامې له اوریدو وروسته تاسو څه فکر کوﺉ چې څنګه کس ته باید رای ورکړﺉ؟
ددې اونۍ ژوندی بحث: په دې خپرونه کې راسره ښاغلی عبدالمالک عاصم چې یو تکړه ژورنالست او د سیاسي چارو کارپوه دی میلمه دی، او خپرونه تر ډېره په دې غږېږي، چې انتخاباتي کمپاینونو خلکو ته څه ګټه لري، اوڅنګه کولی شو، د کمپاین وخت د خپلو معلوماتو د ډېرولو، او خپلو ستونزو باندې د ښو پوهېدو لپاره استعمال کړو.
شپږ دېرشمه برخه:
ددې اونۍ پوښتنه: آیا د دې بند د نړیدو او سم نه جوړیړیدو علت په انتخاباتو کې غلط کس د رای ورکولو پایله نه ده؟ ستاسو په نظر د دې بند د نړیدلوعلت په ټاکنو د رای ورکونکو له رای سره تړاوو لري ؟
ددې اونۍ ژوندی بحث: د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د موسیسې ویاند ښاغلی فهیم نعیم، دا خپرونه په دې غږېږي چې کاندیدان باید څه ډول ژمنې وکړي، پروګرامونه څنګه جوړ کړي، او ولس ددوی په ژمنو څومره باور وکړي.
پنځه دېرشمه برخه:
ددې اونۍ پوښتنه: آیا ستاسو کلی ستاسو او له تاسو نه د کشرانو د ژوند لپاره یو مناسب ځای دی؟ که نه وي څه باید وشي او که وي کومې ښېګڼې لري؟
ددې اونۍ ژوندی بحث: په دې خپرونه کې مو میلمه د یو ایس ايي پي درسنیو د برخې مشر رحیم الله بشارت دی، او خپرونه تر ډېره د یوکلی زرغږونه ډرامې په جوړښت، او هدفونو غږېږي، ځکه چې دا د ډرامې د یوې برخې پای و، خو له ښه مرغه ډرامه بېرته وغزېده، نوځکه خپرونه په دې غږېږي چې د یو کلی زرغږونه د ډرامې کلی به له څه ډول ستونزو سره مخ شي.
څلور دېرشمه برخه:
ددې اونۍ پوښتنه: ذوالفقار ته د دلاور له خوا د هاشم د کمپاین بلنه ورکړل شوه. ستاسو په فکر هغه باید ددې بلنې له منلو یا نه منلو مخکې د کاندید په اړه په کومو خبرو ځان پوه کړي؟
ددې اونۍ ژوندی بحث: په دې ډرامه کې راسره میلمه د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ ویاند ښاغلی فهیم نعیمي دی، او خپرونه په دې غږېږي چې زمونږ په ټولنه کې کوم داسې دودونه ديچې کېدای شي په انتخاباتو کې د ټولنې د ځینو پوړونو لکه ښځو او ځوانانو د برخه اخیستنې مخه ونیسي.
درې دېرشمه برخه:
ددې اونۍ پوښتنه: جمیل ته مو مشوره څه ده چې څنګه کولی شي ځان په سیاسي بحثونو او انتخاباتي کمپاین چلولو کې وروزي؟
ددې اونۍ ژوندی بحث: په دې خپرونه کې مو میلمه دی د سولې د ملياسلامي ګوند ویاند اود ټولنیزو چارو کارپوه ښاغلی محمد داود سلیمانخیل، او خپرونه تر ډېره په انتخاباتي کمپاینونو کې د پروګرامونو په تشریح کولو او د ولس د بارو راجلبولو په لارو چارو غږېږي.
دوه دېرشمه برخه:
ددې اونۍ پوښتنه: ایا فکر کوئ چې د کلي خلک باید هاشم خان ته رای ورکړي، ځکه چې د هغه ډالۍ یې قبولې کړې دي، که فکر مو همدا وي، ولې او که نه وي ولې نه؟
ددې اونۍ ژوندی بحث: ددې خپرونې موضوع د بریالي ټاکنیز کمپاین لارې چارې دي، او میلمه راسره د افغانستان د انتخاباتو د مستقل کمیسیون ویاند ښاغلی نورمحمد نور دی، خپرونه تر ډېره په هغو لارو چارو غږېږي چې پرمټ یې یو بریالی کمپاین ترسره شي، لکه روښانه تګ لاره لرل، روښانه پلان، او خلکو ته رسېدنه.
یو دېرشمه برخه:
ددې اونۍ پوښتنه: څه فکر کوئ ولي جان به په څه فکر بېرته په دې سخت وخت کې خپل ټیم ته ستون شوی وي؟
ددې اونۍ ژوندی بحث: د افغانستان د ډیموکراسئ د څار د ټولنې مرستیال ډاکټر عطا محمد اکبر اوریا، او خپرونه تر ډېره په دې غږېږي چې انتخاباتيمبارزې یا کمپاینونه څه ته وايي؟ او په دغو کمپاینونو کې برخه اخیستل خلکو ته څه ګټه لري؟
دېرشمه برخه:
ددې اونۍ پوښتنه: څه فکر کوئ چې د کورنۍ غړي باید د کورنۍ د مشر په خوښه رایه ورکړي او که پخپله د خپلې خوښې کاندید ته رای ورکړي؟
ددې اونۍ ژوندی بحث: په دې خپرونه کې راسره ښاغلی سید اعظم اقبال میلمه دی. دی پخوا د ټاکنو د کمیسون ویاند و، او اوس د مدني زده کړو کارپوه دی. دا خپرونه تر ډېره په دې غږېږي چې رای باید د رایه ورکوونکو په خوښه وي که د کورنۍ د مشرانو، او د کورنۍ مشران او وروڼه پلرونه د خپلې کورنۍ د ښځینه غړو سره د ښه کاندید په ټاکلو کې څنګه مرسته کولی شي.
نه ویشتمه برخه:
ددې اونۍ پوښتنه: ستاسو په فکر کمپاین کوونکی شخص یا ډله کومې ځانګړتیاوې باید ولري؟
ددې اونۍ ژوندی بحث: ددې اونۍ په خپرونه کې راسره د فیفا یا د ازادو او عادلانه ټاکنو ویاند ښاغلی فهیم نعیمي میلمه دی. خپرونه تر ډېره په دې غږېږي چې د ښه کاندید ځانګړتیاوې کومې دي، د کاندید د ټاکلو په وخت باید کومو ټکو ته پام وکړو او څنګه کولی شو چې د کاندید هدفونه او پروګرامونه وڅېړو.
اته ویشتمه برخه:
ددې اونۍ پوښتنه: که د فټ بال له ملګرو کوم یو د ولي جان سره وویني، څه ورته ووايي چې هغه وهڅېږي، او بېرته لوبې ته ورشي؟
ددې اونۍ ژوندی بحث: ددې خپرونې میلمه د افغانستان د دیموکراسۍ د څار د ټولنې مشر ښاغلی ذکریا بارکزی دی، او خپرونه تر ډېره په دې غږېږي چې د ټاکنو د نوم لیکنې پروسې کومې بریاوې او کومې ناکامۍ لرلې.
اووه ویشتمه برخه:
ددې اونۍ پوښتنه: آیا په انتخاباتو کې یو کس حق لري چې دخپلې کورنۍ د کوم غړي او یادوست پرځای رایه ورکړي؟ ولې؟
ددې اونۍ ژوندی بحث: ددې پروګرام میلمه مو د ټاکنو د کمیسیون د دارلانشا مشر ښاغلی ضیاالحق امرخیل و، پروګرام تر ډېره په دې غږېده چې په ټاکنو کې دیوې رای ارزښت څه دی؟ د ټاکنو مشروعیت څه ته وايي؟ او ټاکنیز تېری یا الیکټورل وایلنس څه شی دی؟
شپږ ویشتمه برخه:
ددې اونۍ پوښتنه: څه فکر کوئ چې آیا رای یا نظر ورکول د یو لږ شمیر خلکو حق دې، که هر څوک کولې شي د هر هغه څه په هکله چې ګوري یا اوري نظر ورکړي او ولې؟
ددې اونۍ ژوندی بحث: ددې پروګرام میلمنه مو د ښځو د ټولنې مشره اغلې فتانه ګیلاني ده. پروګرام په لویه کې په ټاکنو کې د ښځو د ونډې پر ارزښت غږېږي. خو ورسره په دې هم خبرې کوي چې ښځې څنګه کولی شي په ټاکنو کې برخه واخلي او په دې هکله د ښځو پوهاوی څومره مهم دی.
پنځه ویشتمه برخه:
ددې اونۍ پوښتنه: درنو اورېدونکو ستاسو په فکر هغه څوک چې د ولایتي شورا ټاکنو ته ځان کاندیدوي، باید کومې ځانګړتیاوې او صفتونه ولري؟
ددې اونۍ ژوندی بحث: ددې پروګرام موضوع داده چې د ولایتي شورا ګانو کاندیدان باید کومې ځانګړتیاوې ولري، د پروګرام میلمه مو د فیفا یا ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ ویاند فهیم نعیم دی. پروګرام تر ډېره د کاندیدانو په ځانګړتیاوو او د ولایتي شوراګانو پردندو ورڅرخي.
څلور ویشتمه برخه:
ددې اونۍ پوښتنه: ګل پري غواړي،له زرلښتې لیک او لوست زده کړي،څه فکر کوئ،زرلښته به په څه ډول له خپلې خواښې ددې کار اجازه واخلي؟
ددې اونۍ ژوندی بحث: ددې پروګرام موضوع مو د مشرتابه ځانګړنې، وړتیاوې او د ټاکلو لارې دي. د خپرونې میلمه دد افغان مشاورینو د څېړنو د ادارې مشر عبدلقیوم وفا… خپرونه تر ډېره په دې راڅرخي چې یو مشرباید کومې ځانګړتیاوې او ړتیاوې ولري.
درویشتمه برخه:
ددې اونۍ پوښتنه: درنو اورېدونکو! ګل پري له زرلښتې خپه شوه، زرلښته به هغه په کومو ټکو راپخلا کړي؟
ددې اونۍ ژوندی بحث: ددې پروګرام میلمه مو د یو فعال ځوان حبیب الله اکمل دی ، او زمونږ نننۍ خپرونه تر ډېره په دې غږېږي چې د ټولنې د پرمختګ لپاره د ځوانانو رول څه دی؟ مشرتابه څه دی او څنګه ځوانان لاپسې ښه تنظیميدای شي؟
ددویشتمه برخه:
ددې اونۍ پوښتنه: واموورېدل چې ځوانان د فټ بال لوبډله جوړوي، ستاسو په فکر ځوانان د ځانونو د منظمولو لپاره نورې کومې لارې کارولی شي؟
ددې اونۍ ژوندی بحث: ددې پروګرام میلمه مو د اسلامي علومواستاد ښاغلی ولی الله احمدزی دی، بحث تر ډېره په دې راڅرخي چې په جومات کې د ښځو د لمانځه شرعي حکم څه دی؟ او څنګه کولی شو خپل حالت پخپله بدل کړو، ځکه چې دا د قران عظیم الشان وینا ده چې الله ج د هغه قوم حالت نه بدلوي چې خپل حالت پخپله بدل نه کړي.
یویشمه برخه:
ددې اونۍ پوښتنه: ستاسو په فکر په سېاست کې د ځوانانو ګډون ښه کار دی ېا نه، او ولی؟
ددې اونۍ ژوندی بحث: ولسي مبارزه او اړتیاوې یې… دا زمونږ د ننني پروګرام موضوع ده، د خپرونې میلمه د ولسي مبارزو کارپوه احمدالله ارچیوال دی، چې اوس خپله دوکتورا بشپړوي. خپرونه په دې غږېږي چې څنګه کولی شو، ولسي مبارزې بریالۍ کړو، او یو مشر او لیډر باید کومې ځانګړتیاوې ولري چې ولس د پرمختګ او بریالیتوب په لور رهبري کړي.
شلمه برخه:
ددې اونۍ پوښتنه: تاسو څه فکر کوئ که دماشومانونه اشتباه وشي نو هغوی سره څه رقم چلند وشي او ولې؟
ددې اونۍ ژوندی بحث: معلومات څنګه ترلاسه کړو، او بیا یې څنګه کره کړو چې سم دي؟ دا زمونږ ددې خپرونې موضوع ده، چې میلمانه مو د یو کلي زرغږنه ډرامې کرکټر جمیل دی، د جمیل خپل نوم پامیر دی، خو دلته یوازې د جمیل په رول کې غږېدلی دی ، ځکه چې جمیل هروخت د نوو معلوماتو او زده کړې په لټه کې وي، او بیا غواړي دغه معلومات نورو ته هم ورسوي. په دې خپرونه کې راسره یو ساپوه شریف الدین عظیمي هم ملګری دی.
نولسمه برخه:
ددې اونۍ پوښتنه: آیا تاسوهم داسې کیسې لرئ، لکه په زرلښتې اواکرم خان باندې چې تیرې شوي دي ، که داسې وي نو دا کیسې موله موږ سره شریکې کړئ؟
ددې اونۍ ژوندی بحث: په ماشومتوب کې ښه روزنه او د مور او پلار له خوا بچو ته مینه ورکول په شخصیب جوړونه څه اغېزه کوي؟ دا ددې خپرونې موضوع ده او میلمنه مو د یو کلي زرغږونه ډرامې تکړه لوبغاړې زرلښته ده. د زرلښتې خپل نوم لېمه دی، خو دلته د لېمې نه بلکې د زرلښتې په توګه غږېږي، ځکه چې په ډرامه کې یې په همدې اړه یوې بلې ملګرې ګل پري ته د خپل وړوکوالي یوه کیسه وکړه، چې څنګه یې پلار په ویاله کې له ډوبېدو وساتله او څومره په مینه یې لویه کړه.
اتلسمه برخه:
ددې اونۍ پوښتنه: درنواوریدونکو! په ورستوی شپږوبرخو کی مو دکومو ممثلینو تمثیل ډیر خوښ شو؟
ددې اونۍ ژوندی بحث: رسمي سندونه، عروفي سندونه او جعلي او تذویري سندونه کوم دي؟ دا مو ددې اونۍ د بحث موضوع او میلمه مو حقوقپوه ښاغلی محمد نعیم لټون دی. دوی د دې ترڅنګه چې د سندونو په ډولونو غږېږي په دې هم غږېږي چې څنګه کېدلی شي عروفي سندونه په محکمو کې ثبت شي.
اوولسمه برخه:
ددې اونۍ پوښتنه: گرانو اوریدونکو! زرلښتې جمیل ته مشوره ورکړه چی د دلاور د ورور پیغام ټولو کلیوالوته واستوي، څه فکر کوئ، کلیوال به څه ډول دا پیغام د پولیسو تر قومندانه ورسوي؟
ددې اونۍ ژوندی بحث: ایا خلک کولی شي چې په حقوقي پلټنو کې رول واخلي؟ دا مو د دې اونۍ د بحث موضوع ده. میلمه مو د کابل پوهنتون د حقوقو د پوهنځي استاد ښاغلی ظریف ستانکزی دی، دوی په دې هم غږېږي چې نوې ټکنالوژي لکه د موبایل لیکني پیغامونه د شواهدو په ډول په محکمو کې وړاندې کېدلی شي که نه؟
شپاړسمه برخه:
ددې اونۍ پوښتنه: خوږو اورېدنکو! تاسې واورېدل چې جمیل د دلاور د ورور په موبایل شکمن وو،څه فکرکوئ، په مبایل کی به کوم داسی شی وي چی جمیل تری ګټه واخیستلی شي؟
ددې اونۍ ژوندی بحث: ثبوت او شواهد څه دي؟ دا زمونږ د دې اونۍ د ژوندي بحث موضوع ده. میلمه مو ډاکټر نجیب الله صالح دی چې په ننګرهار پوهنتون کې د حقوقو د پوهنځي استاد دی. دوی په قانوني دعوو او قضیو کې د ثبوتو، شواهدو، او مدرکونو باندې د رڼا اچولو ترڅنګ د حقوقو د دفتر په اړه هم خبرې لري.
پنځلسمه برخه:
ددې اونۍ پوښتنه: خوږو اورېدونکو! په دې برخه کې سلطان جمیل ته ډاډ ورکړ،چې دکلي له مشرانو به ورته د برق دجوړولو اجازه واخلي، څه فکر کوئ،سلطان به په کومو الفاظو مشران د برق جوړولو ته راضي کړي؟
ددې اونۍ ژوندی بحث: ددې اونۍ د حقوقي بحث موضوع د شاهدانو په رول غږېږي. د پروګرام میلمه د حقوقپوهانو د شبکې غړی ثمر سیرت دی. خپرونه د شاهدانو او ګواهانو د کار او کردار په اړه د معلوماتو ترڅنګ په دې هم رڼا اچوي چې څنګه کولی شو خپلې حقوقي دعواوې محکمو ته یوسو؟
څوارلسمه برخه:
ددې اونۍ پوښتنه: درنواوریدونکو! مسافر خپل ورور سعید ته وویل چی اکرم خان په ولسوالۍ کې حق ویلوته وهڅوي، څه فکر کوئ، سعید به په کومو الفاظو له اکرم خان څخه دا غوښتنه وکړي؟
ددې اونۍ ژوندی بحث: ددې اونۍ بحث مو تر ډېره په دې راڅرخي چې د حقوقو د دفتر دنده څه او رول یې څه دي؟ میلمه مو د حقوقپوهانو دشبکې غړی ښاغلی عبدالبصیر حقیار دی. خپرونه تر ډېره د حقوقو د دفتر په رول او دنده غږېږي خو ورسره د ډارمې نورې موضوع ګانې هم رانغاړي، لکه په ټولنه کې د ځوانانو رول، حقونه او دا چې دوی څنګه منظم کېدای شي.
دیارلسمه برخه:
ددې اونۍ پوښتنه: قدرمنواوریدونکو! په تیرو څو برخو کی ځوانانو په ګده او اتفاق د اوبو ستونزه حل کړه ، څه فکرکوئ، کومه به داسې لار وي چی ځوانان لا منظم او یو موټی کړي؟
ددې اونۍ ژوندی بحث: د دې اونۍ د ژوندي بحث موضوع د هغو خلکو حقونه دي چې تر پوښتنو لاندې وي. میلمه کارپوه محمد نعیم لټون دی، دی وايي چې ترپوښتنو لاندې خلک چې د پولیسو په نظارت کې وي، د مدافع وکیل حق لري. هیڅوک حق نه لري چې له دوی څخه په زوره په جرمونو تصدیق واخلي، او هیڅوک حق نه لري چې وه یې زوروي.
دولسمه برخه:
ددې اونۍ پوښتنه: په ورستو شپږو برخو کې مو د کومو ممثلینو تمثیل ډیر خوښ شو؟
ددې اونۍ ژوندی بحث: ددې اونۍ د ژوندي بحث میلمه مو اجمل هوډمن دی چې د قانون او مدني حقونو کارپوه دی. دوی د زندانیانو او د پوښتنو لپاره د نیول شوو خلکو په حقونو غږېږي، او دا بیانوي چې ټول نیول شوي خلک د قانون په وړاندې سره برابر دي.
یولسمه برخه:
ددې اونۍ پوښتنه: دلاور د کلي په ځوانانو ټینګار کوي چی په مسافر د جرګې فیصله ومني. ستاسو په فکر جمیل باید دلاور ته په کومو ټکو ځواب ورکړي؟
ددې اونۍ ژوندی بحث: ددې اونۍ د ژوندي بحث موضوع : څنګه کولی شو چې دغیررسمي عدالتې نظام پرېکړې په محکمو کې ثبت کړو؟ د پروګرام میله ځوان حقوقپوه ښاغلی احسان الله حکمت دی. دوی په دې هم غږېږي چې څنګه د جرګو پرېکړې لاپسې ښې کېدلی شي، او ورسره په ټولنه کې د ځوانانو په ونډه هم خبرې لري.
لسمه برخه:
ددې اونۍ پوښتنه: څه فکر کوئ، مسافر به په څه ډول دا خبره د دلاورغوږ ته ورسوي چې هغه یې سبا ولسوالۍ ته غوښتی دی.
ددې اونۍ ژوندی بحث: ددې اونۍ د ژوندي بحث موضوع په قضايي سیسټم کې د حقوقو د دفتر ارزښت دی، چې دوی څنګه پرېکړې کوي، او ددې ترڅنګ په دې هم رڼا اچوي چې مصالحه څه ته وايي، او د حقوقو له دفتره بیا څنګه کولی شو چې محکمې ته لاړ شو، په دې خپرونه کې میلمه ځوان حقوقپوه ښاغلی عبدالستار سعادت دی.
نهمه برخه:
ددې اونۍ پوښتنه: تاسو واوریدل چې مسافر اودلارو د جرګې پریکړه و نه منله، ستاسو په فکر بله به کومه داسې لار وي چې مسافر خپل حق ترلاسه کړي.
ددې اونۍ ژوندی بحث: ددې ژوندي بحث موضوع د جرګو د پرېکړو په اړه ده. په دې خپرونه کې میلمه د ځوانانو د بدلون او سمون د ټولنې مشر، ښاغلی سنګر امیرزاده دی، چې د جرګو د پرېکړو ترڅنګه په ټولنه کې د ځوانانو د ونډې په ګټو هم غږېږي، او په دې هم رڼا اچوي چې د جرګو پرېکړې څنګه لاپسې ښې کېدای شي.
اتمه برخه:
ددې اونۍ پوښتنه: تاسو واوریدل چې زرلښتې او نور پیغلو د شفیقې سره راشه درشه بنده کړه. شفیقه په کومو الفاظوخپل خاوند دلاورخان دې ته تیار کړي چې کلي ته اوبه پریږدي.
ددې اونۍ ژوندی بحث: ددې ژوندي بحث موضوع تر ډېره د غیررسمي عدالتي نظام اوړوندو مسایلو ته ځانګړې شوې ده، او د ډرامې د کرکټرونو ځينې پرېکړې هم څېړي او په دې غور کوي چې څنګه کولی شو انصاف ترلاسه کړو او شخړې په ښه او سوله ییز ډول حل کړو. ددې خپرونې میلمه ښاغلی فریدالله پښتون دی، چې د مدني ټولنې یو ځوان او فعال غړی دی.
اوومه برخه:
ددې اونۍ پوښتنه: که چیرې مسافر وغواړي د ځمکې ستونزه په جرګه حواره کړي، نو سپین ږیري به په کومو الفاظو دلاور جرګې ته تیار کړي.
ددې اونۍ ژوندی بحث: دا ژوندی بحث تر ډېره په دې غږېږي چې څنګه خپلې شخړې رسمي عدالتونو ته ورسوو، په دې خپرونه کې میلمه د حقوقو او سیاسي چارو کارپوه ښاغلی عبدالستار سعادت دی. هغه تر ډېره په دې غږېږي چې څنګه به شخړه تر رسمي عدالت رسوو، او څنګه کولی شو چې شخړې په سوله ییزو لارو حل کړو.
شپږمه برخه:
ددې اونۍ پوښتنه: په تیرو شپږو ډرامو کې مو کوم ټکي ډیر خوښ شول، او ددې ډرامې کوم ممثل غواړئ چې راشي او له تاسو سره د راډیو له لارې مخامخ خبرې وکړي؟
ددې اونۍ ژوندی بحث: دا پروګرام د لومړۍ کیسې له بشپړېدو نه وروسته تر سره شو، او د اورېدونکو په غوښتنه پکې خدایداد وټاکل شو، ځکه له اورېدونکو غوښتنه شوې وه چې که دوی غواړي له کوم کرکټر سره وغږېږي نو خپل غږ دې په غږ ثبتوونکي ماشین کې ثبت کړي. دوی خدایداد غوره کړی و، او مونږ هم ورته راووست او دوی ورسره خواله وکړل. ددې ترڅنګه د شرعیاتود پوهنځي استاد ښاغلی فضل رحمان مو هم په دې اړه غږولی چې د میندو ، پلرونو، خاوند او یا نورو مشرانو غوښتنه له اسلامي شریعت خلاف وي ، نو باید ومنل شي او که نه؟
پنځمه برخه:
ددې اونۍ پوښتنه: که زرلښته خبره شي چې اکرم خان جمیل ویشتلې دې، په کوم حالت کې به یې کومې خبرې لنډې یا هم ساندې له خولې ووځي؟
ددې اونۍ ژوندی بحث: د خلکو د ټلېفونو پر مټ ددې جوړ شوي پروګرام د بحث موضوع تر ډېره دا ده چې په ټولنه کې د ځوانانو رول او د ښځو د مالکیت حق دی، په دې خپرونې کې میلمه انجنیر مطیع الله خروټي و. او تر ډېره په هغو لارو چارو غږېږي چې په ټولنه کې پرې خپلې شخړې اوارولی شو.
څلورمه برخه:
ددې اونۍ پوښتنه: اکرم خان خپل زوې خدایداد ته وویل چې یا دې ورسره د جمیل په مرګ کې ملګرې شی او یا دې د جایداد نه لاس ومینځي. تاسو څه فکر کوئ چې خدایداد پلار ته په کومو ټکو ځواب ورکړي ښه به وي.
ددې اونۍ ژوندی بحث: ددې ژوندي بحث موضوع تر ډېره په ټولنه او د شخړو په اواري کې دځوانانو په ونډه ورڅرخېږي، د خپرونې میلمه یو ځوان ژورنالست فهیم کریم دی چې د انسان په نامه د یوې مجلې مسئول مدیر دی.
دریمه برخه:
ددې اونۍ پوښتنه: ددې شخړې د هواروولو لپاره که زرلښته د خدایداد سره وویني هغه ته څه ووایي چې ملاتړ یې خپل کړي؟
ددې اونۍ ژوندی بحث: ددې ژوندي بحث موضوع د ښځو د مالکیت حق دی، او داچې څوک نشي کولی د چا په شتمني کې د قانون له اجازې پرته مداخله وکړي. د خپرونې میمله ښاغلی صبغت الله تمیم دی، چې د حقوق پوهانو د اتحادیې مشر دی.
دویمه برخه:
ددې اونۍ پوښتنه: اکرم خان غوسه دی چه زرلښته ولې د جميل په نامه شوه. که جميل د اکرم خان سره مخامخ شي د کوم آيت، حديث او ېا متل په ويلو به يی د آرامولو هڅه وکړي؟ (سلطان د زرلښتې او جمیل د راتلونکي ژوند په اړه اندیښنه لرله، ځکه يې عجله وکړه او د ډزو له لارې یې د هغو کوژده اعلان کړه، څه فکر کوئ د سلطان دغه لاره سمه وه او که نه؟
ددې اونۍ ژوندی بحث: ددې ژوندۍ خپرونې موضوع تر ډېره د واده په مسایلو ورڅرخي. په دې خپرونه کې میلمه د کابل پوهنتون د شریعیاتو د پوهنځي استاد ډاکټر فضل رحمان بصیرت دی، او په دې غږېږي چې ښځې او نر باید داسلام او قانون له نظره څه ډول خپل د ژوند ملګری وټاکي.
لومړۍ برخه:
ددې اونۍ پوښتنه: که زرلښتې دګل مینې له مرکې څخه خبره شي،کوم غبرګون به وښايي (ځواب به يې څه ډول وي؟ (اکرم خان د زرلښتې تازه کینول شوي نیالګي د بیخه وویستل او هغه یې د باغ جوړولو څخه منع کړه، ایا داسې کومه لار شته چې زرلښته ددې باغ په جوړولو کې بریالۍ شي؟).
ددې اونۍ ژوندی بحث: ددې ژوندۍ خپرونې موضوع د ښځو د میراث حق دی، د خپرونې میلمه د شریعیاتو د پوهنځي استاد ښاغلی عبدالبدیع سیاد دی، او تر ډېره په دې غږېږي چې ښځې په میراث کې څومره ونډه لري، او ښځې د میراث په ډول لکه ځينې خلک چې فکر کوي نه پاتې کېږي، بلکې دوی انسانان دي او خپل حقونه لري.